فراه کې اوه تنه د هوسیو د ښکار په تړاو ونیول شول
د فراه امنیې قومندانۍ اړوند د لومړۍ امنیتي حوزې منسوبینو د یاد ولایت مرکز ته څېرمه د خیراباد په سیمه کې اوه تنه له څلورو ناقانونو ښکاري ټوپکونو سره د یوې غرنۍ هوسۍ د ښکار په تړاو نیولي دي.
نیول شوي کسان د پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
همداراز د ښکار شوې هوسۍ غوښه د فراه امنیې قومندانۍ له لورې د یاد ولایت د چاپیریال ساتنې ریاست ته سپارل شوې ترڅو د پلي شویو اصولو او طرزالعملونو سره سم اقدامات ترسره شي.