فراه کې؛ پولیسو ۹ تنه د غلا په تړاو نیولي
د فراه امنیه قومندانۍ منسوبینو ددغه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې څلور غله له یوه کوره د یو میلون او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت د کور د سامانونو د غلا په تړاو نیولي دي.
ورته وخت کې، د فراه ولایت مزکز کې پولیسو ۵ تنه د ۱۳ موټر سایکلونو د غلا په تړاو نیولي دي.