فراه ولایت کې د نشه یي توکو د تولید دوه کار خونې کشف او له منځه یووړل شوې

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۴۸
شیبش

فراه امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د جلا جلا عملیاتو په لړ کې، د نشه یي توکو  تولید دوه کارخونې د یوې اندازې نشه یي توکو او تېزابو سره د یاد ولایت په بکواه ولسوالۍ کشف او وسوځولې.
دوه تنه د پېښې په اړه نیول شوي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.