فراه او نیمروز کې د مخدره موادو دپروسس 68 خونې له منځه تللي

farhadi-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۲/۱۶ - ۱۶:۳
k

دوشنبه، 16 ثور 1398

د کشفي ارګانونو د دقیقو کوردیناتو او معلوماتو په اساس د فراه ولایت د بکوا ولسوالۍ په اشکین، پلوشې او سپين کارېز سیمو او فراه ولایت کې د غوڅ ملاتړ هوایي ځواکونو په مرسته د مخدره موادو د پروسیس 68 خونې له منځه وړل شوي او 150 طالب ترهګر وژل شوي هم دي. په دې هوایي عملیاتو کې 40 تنه طالب ترهګر زخمیان هم دي.

په فراه او نیمروز ولایت کې تر دې مخکې د ځانګړو ځواکونو لخوا د مخدره موادو د پروسس خونو د له منځه وړلو لپاره عملیات هم شوي او په په زرګونو کیلو مخدره مواد له منځه وړل شوي.

د یادونې وړ ده چې د مخدره موادو لکه کرسټل امفیټامین او نورو د پروسس او خرڅلاو له لارې طالب ترهګرو هره ورځ یو ملیون ‌‌‌‌‌‌ډالر عاید ترلاسه کول.