فراه او نورستان کې څه باندې ۱۰۰ پولیسو روزنېزې او مسلکي زده کړې بشپړې کړې
د فراه او نورستان د امنیه قومندانیو په روزنيزو مرکزونو کې ۱۱۳ تنه پولیس چې له منځه یې ۶۳ تنه د نورستان او ۵۰ تنه د فراه ولایت منسوبین وو، د یادو قومندانیو په رونیزو مدیریتونو کې مسلکي او عقیدتي زده کړې بشپړې کړې او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
مسؤلینو د فراغت په مراسمو کې د امنیت ټیګښت او ولس سره د نیک چلند په اړه فارغو منسوبینو ته سپارښتنې وکړې او له دوی وغوښتل چې له خپلو زده کړو ښه ګټه پورته کړي.