فاریاب کې ۴۴ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
![1](/sites/default/files/2021-07/213170877_2055563107914909_6439476215378181276_n_0.jpg)
تېره شپه ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د فاریاب ولایت د مرکز او همدارنګه د پشتونکوټ ولسوالۍ په اړوند "کوهي پشخان" کلي کې د ترهګرو طالبانو د بریدونو پر وړاندې په ځوابیه برید کې ۳۳ ترهګر طالبان وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.
د دې عملیاتو پر مهال د ترهګرو طالبانو یو اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.