فاریاب کې ۳۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو له دفاعي ځواکونو سره ګډ په دولت اباد، قیصار، پشتونکوټ او شیرین تګاب ولسوالیو کې یو لړ عملیات په لاره اچولي وو، چې په ترڅ کې یې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې.
د دې عملیاتو پرمهال د بهرنیو ترهګرو او سلاکارانو په ګډون ۱۷ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
د عملیاتو په لړ کې یو ملي پولیس هم شهید شوی دی.