فاریاب کې ۲۶ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

تېره شپه امنیتي او دفاعي ځواکونه د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د دوه ډلمشرانو عبدالعظیم عرب او جان آغا په ګډون نهه ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان شوي دي.
همداراز د ترهګرو طالبانو یو عراده فیلډر موټر چې له وسلو ډک و له ۱۱ موټرسایکلونو سره یې له منځه وړي دي.
په دې نښته کې دوه سرتېري شهیدان شوي او د درېیو ملکیانو په ګډون اوه نور ټپيان دي.