فاریاب کې ۱۲ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېره شپه د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبین د بلچراغ لوسوالۍ په مرکز کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي.
د یادې نښتې په پایله کې اوه ترهګر طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د یادونې وړ ده چې پدې نښته کې له خاورې د سپېڅلې دفاع په لار کې دوه پولیسو شهیدان شوي او یو بل یې ټپي شوی دی.