فاریاب کې یو کس د انسان تښتوونکو له منګلو وژغورل شو.
تېره ورځ د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د دې ولایت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې یو کس د انسان تښتوونکو له منګلو ژغورلی او انسان تښتوونکی یې نیولی دی.
نیول شوي کس دوه ورځې دمخه یو کس د میمنې ښار د دویمې ناحیې له اړوند سیمې تښتولی او وروسته یې د پشتونکوټ ولسوالۍ ته لېږدولی او د یوه څاه دننه یې ساتلی و.
له انسان تښتوونکي څخه یو میل کلاشینکوف، لاسي بم او نظامي تجهیزات د مخابرې په ګډون د پولیسو لاسته ورغلي دي.