فاریاب کې څلور نجونې د انسان تښتوونکو له منګلو وژغورل شوې.
تېره ورځ د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو د یاد ولایت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې د څلورو نجونو د ازادولو په موخه یو لړ عملیات ترسره کړي دي.
د یادو عملیاتو پرمهال یو حرفوي انسان تښتوونکی او ډلمشر یې پر پولیسو تر ډزو وروسته ووژل شو او څلور تنه نور همکاران یې چې د نجونو په تښتونه کې یې لاس درلود، نیول شوي دي.
د عملیاتو په پایله کې څلور تښتول شوې نجونې هم ازاد شوې.