فاریاب کې په یوه جومات کې پر لمونځ کوونکو له یوې خونړۍ پېښې مخنیوی شوی

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۶ - ۱۰:۱۳
6

ملي پولیسو د یوه چټک اقدام په ترڅ کې په فاریاب ولایت کې پر لمونځ کوونکو له یوې خونړۍ ترورېستي پېښې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو د میمنې ښار د اتمې ناحیې د نواباد بېدکي کلي په اړوند یوه جومات کې دوه کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې لمونځ کوونکي په نښه کړي، چې تر چاودنې دمخه د پولیسو لخوا کشف او شنډ شوي دي.
همدارنګه د دوه نورو کشفي عملیاتو په لړ کې د لغمان ولایت د قرغه‌يي ولسوالۍ په اړوند قلعه تک سیمه کې د دوه ډزه درنو ګولیو له چاودنې او د کندهار ښار د اومې حوزې په اړوند میربازار سیمه کې هم د یو کړۍ ځای پر ځای شوي ماین له چاودنې مخنیوی شوی دی.
د ترورېستي بریدونو ترسراوی په ځانګړې توګه د سړک غاړې ماینونو ځای پر ځای کول د ترهګرو جدي کمزورتیا ښيي او دا عمل جنګي جنایت دی.
د یادونې وړ ده چې ملي پولیسو د تېرې یوې میاشتې په لړ کې له ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي په پار د ۱۶ کړیو ماینونو او ۱۲۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکو توکو له چاودنې څخه چې ترهګرو د هېواد په بېلابېلو برخو کې ځای پر ځای کړي وو، مخنیوی کړی دی.