فاریاب کې پنځه ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۲۶ - ۸:۴۴
6

د فاریاب ولایت د دولت اباد ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ پولیس د دې ولسوالۍ په مرکزي سیمو کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو طالبانو د یوه کلیدي ماین جوړوونکي په ګډون پنځه ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
نښته داسې مهال رامنځته شوه، چې ترهګرو طالبانو د دولت اباد ولسوالۍ په عامه استوګنیزو سیمو یو هاوان وتوغوه او له امله یې د یوې ښځې په شمول څلور ملکیان ټپیان شول.