فاریاب کې له یوې خونړۍ پېښې مخنیوی شوی

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۹ - ۹:۵۵
ed

د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په قیصار ولسوالۍ کې له یوې ماین چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو د قیصار ولسوالۍ په نودرې کلي کې د ملکي مرګ ژوبلې په هدف دوه کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو، چې یو یې په څارویو چاودلی او بل يې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شوی دی.