فاریاب کې له درېیو ماین چاودنو مخنیوی شوی

د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په اندخوی ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو د دری کړۍ ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو یاد ماینونه په "دهیکچي" کلي کې د دې سیمې د مېشتو د نښه کولو په هدف ځای پر ځای کړي وو.