فاریاب کې شپږو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۸ - ۱۳:۶
ب

د فاریاب ولایت په المار، بلچراغ، پشتونکوټ او اندخوی ولسوالیو کې د ملي امنیتي – دفاعي ځواکونو او ترهګرو طالبانو تر منځ د څلور بېلو نښتو په ترڅ کې یو ترهګر طالبان وژل شوی، پنځه ټپيان او یو بل یې ژوندی نیول شوی دی.
نیول شوی کس "قاري هارون" نومېږي او په اندخوی ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو یو مهم غړی و.
له قاري هارون څخه یو میل کلاشینکوف او یو عراده موټرسایکل هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د یادونې وړ ده چې پدې نښتو کې له خاورې د سپېڅلې دفاع په لار کې دوه امنیتي سرتېري هم شهیدان شوي او یو بل يې ټپي شوی دی.