فاریاب کې د وسلو یو قاچاقبر ونیول شو.

rahimzai_moi
جمعه ۱۳۹۸/۳/۲۴ - ۱۲:۴۸
m

تېره ورځ د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو د ملي امنیت له ځواکونو سره د میمنې ښار د درېیمې حوزې په اړوند سیمو کې یو لړ ګډ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د وسلو یو قاچاقبر له یو ډېر شمېر وسلو او نظامي تجهیزاتو سره نیولی دی.
له یاد کس څخه یو میل پیکا، یو قبضه راکټ غورځوونکی له اوه ډزه ګولیو سره، درې پایې مخابرې، د پیکا، کلاشینکوف او تفنګچې ګولۍ، زرهي واسکټونه او یو شمېر نظامي تجهیزات د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.