فاریاب کې د حرفوي غلو اوه کسیزه ډله ونیول شوه

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۵ - ۱۶:۵۰
1

د فاریاب ولایت د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د یاد ولایت په اړوند سیمو کې د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې د غلو اوه کسیزه ډله ونیول شوه.
یاده ډله له څه مودې راهیسې د پولیسو  تر څار لاندې وه او د فاریاب ولایت په میمنې ښار کې يې د غلا په ګڼو قضیو کې لاس درلود او نن سهار کله چې يې غوښتل د میمنې ښار په لودین سړک کې د زرو هټۍ غلا کړي، د پولیسو لخوا تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
یاد کسان حرفوي غله دي او د لومړنیو څېړنو پر مهال یې د غلا په ګڼو قضیو کې پر لاس لرلو اعتراف کړی دی.
د دې کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.