فاریاب قیصار ولسوالۍ لپاره پېښو ته د رسېدو او اور وژنې مرکز جوړ شو
یاد مرکز چې په ټولو اطفائیوي وسایلو او تجهیزاتو سمبال دی، پېښو ته به پر وخت رسېدنه کوي او د زیانونو د وقایې په برخه کې به ترې ګټه اخیستل کېږي.
د قیصار امنیه قومندانۍ د دې مرکز له جوړېدو خوښي کړې او د هر راز همکارۍ ډاډ یې څرګند کړی.
د ویلو وړ ده چې، مخکې له دې د فاریاب ولایت اندخوی او اقینه بندر کې هم ورته مرکزونه فعال شوي دي.