فاریاب او پکتیکا کې نظامي مهمات او تجهیزات ونیول شول

د فاریاب امنیه قومندانۍ ترهکرۍ سره د مبارزې پولیسو په المار ولسوالۍ کې ګڼ شمېر نظامي تجهیزات چې درې کوهدان مخابرې، یو میل SPGNI، یو میل دهشکه، یو وسطي هاوان، یو چریکي هاوان، ۶۹ صندوقه د دهشکې او زیکویک مرمۍ او نظامي وسایل پکې دي، د یو پلټونکي عملیات پایله کې موندلي دي.
همداراز، یادو منسوبینو د پکتیکا په زیروک ولسوالۍ کې د یو پلټونکي عملیات په مهال ۷ صندوقه د زیکویک مرمۍ، ۱۸ د لوی هاوان مرمۍ او ۸ د کوچني هاوان مرمۍ موندلي دي.