فارياب کې ۵۷ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د فارياب ولايت په قرمقول ولسوالۍ کې د امنيتي، دفاعي او هوايي څواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې د ترهګرو طالبانو د څو کليدي مشرانو په ګډون ۲۰ ترهګر طالبان وژل شوي او ۳۷ نور ټپيان دي.
پدې نښته کې د ترهګرو طالبانو څه باندې ۲۲ عرادې موټرسايکلونه او يو شمېر سپکې او درنې وسلې له منځه تللې دي.
نښته کې ملکي خلکو ته کوم زيان ندى اوښتى خو له خاورې د دفاع په لار کې درې امنيتي سرتېري شهيدان شوي دي.