غور کې د پولیسو د درېیو منسوبینو د شهادت لامل ونیول شو
پولیسو په فاریاب ولایت کې هغه سرباز نیولی، چې دوه میاشتې دمخه یې خپل درې همکاران شهیدان کړي وو.
یاد سرباز د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې دنده ترسره کوله، چې د دندې پرمهال یې د پولیسو درې منسوبین لومړی شهیدان کړي وو او بیا خپله د پېښې له سیمې تښتېدلی و، چې په پایله کې د فاریاب اوغور پولیسو دا کس د غور ولایت په اړوند سیمو کې تر پېژندنې وروسته نیولی دی.
د یاد کس نسبتي دوسیه به تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته وسپارل شي.