غور کې د نشه یي توکو یو قاچاق وړونکي له ۲۵۰ کیلو ګرامه اېف توکو سره ونیول شو

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۲:۹
asdfsaf

د غور ولایت امنیې قوماندانۍ د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې پولیسو د کشفي عملیاتو په ترڅ کې د تولک ولسوالۍ د "سربازار" په نوم کلي کې ۲۵۰ کیلو ګرامه ایف مواد چې په نشه یي توکو کې کارول کيږي کشف او ضبط کړي دي.
یاده کچه نشه یي توکي په یوه مازدا موټر کې د بار لاندې په ډېر مهارت ځای پر ځای شوي وو.

په دې تړاو یو تن نیول شوی، چې له لومړنیو څېړنو وروسته به یې دوسیه اړوندو عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.