غور کې د ترهګرو طالبانو د بریدونو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید کې ۵ ترهګر وژل شوي او ۳طالبان ټپيان دي
تېره شپه ترهګرو طالبانو د غور ولایت په پسابند ولسوالۍ کې له څو خواوو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي.
د ترهګرو د بریدونو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید کې ۵ ترهګر طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي دي.
اوسمهال په یاده ولسوالۍ کې امنیتي وضعیت عادي شوی او امنیتي ځواکونه د خلکو او خاورې د دښمنانو پر وړاندې د مقابلې لپاره بشپړ تیاری لري.