غور کې دوه تنه د لسګونو کیلوګرامو نشهيي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول
د غور د نشهيي توکو سره د مبارزې ځواکونو د یو کشفي اقدام په ترڅ کې په یو موټر کې ۳۶ کیلوګرامه اېف یا اېفیډرا ځایپرځای شوي نشهیي توکي د یاد ولایت د شهرک سیمې په مربوطاتو کې نیولي دي.
د دې قضیې په تړاو دوه تنه هم نیول شوي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.