غور ته نوی والي او امنیه قومندان معرفي او په کار یې پیل وکړ
غور کې په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتيژۍ معین مولوي عبدالحق مخدوم، مولوي حیات الله مبارک د غور د نوي والي او الحاج ملا نور اقا حیدر د یاد ولایت د امنیه قومندان په توګه د غور ځایي مسولینو ته معرفي او په کار یې پیل وکړ.
د وزارت د پالیسۍ او ستراتېژۍ معین په نظام کې تغیر او تبدیل اصل یاد کړ او د پخواني والي او امنیه قومندان د هلو ځلو ستاینه یې وکړه. ښاغلي مخدوم د غور له ولسونو او مجاهدینو هم وغوښتل چې له خپل نوي والي او امنیه قومندان سره همکاري وکړي.