غور او زابل کې نشهیي توکي کشف او د نشهيي توکو کارخونې لهمنځه یوړل شوې
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو، په غور کې د نشهيي توکو د پروسس څو کارخونې له سلګونو کاریدونکو توکو سره لهمنځه وړي او اته کیلوګرامه تریاک یې د زابل ولایت په مربوطاتو کې کشف او ضبط کړي دي.
د دې پېښو په تړاو څلور تنه نیول شوي چې د پولیسو له لومړنیو څېړنو روسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.