غزني کې ۱۴ تنه د ډله‌یيزې شخړې په تړاو نیول شوي دي

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۱۱:۲۶
asdfasf

د غزني امنیې قومندانۍ منسوبینو د اجرستان ولسوالۍ په لنګرخیلو کلي کې د ځمکې په سر د شخړې په تړاو چې له کبله یې له دواړو خواوو درې تنه ټپیان شوي وو ۱۴ تنه نیولي دي.
نیول شوي کسان به د پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
د ځمکې پر سر شخړې په افغانستان کې یوه تکراري ستونزه ده چې وخت ناوخت د تاوتریخوالي لامل کېږي. امنیتي ځواکونه وخت پر وخت د نظم ساتنې او د قانون پلي کولو په موخه مداخله کوي.