غزني کې ۱۰ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول شول
د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو تېره ورځ په غزني ولایت کې د یو لړ هدفمند عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تنه د جنایي جرمونو لکه: قتل، غلا او د یوه دولس کلن ماشوم د تښتونې په تړاو نیولي دي.
نیول شویو کسانو خپل جرمونه منلي او له دوی څخه دوه عرادې غلا شوي وسایط هم ترلاسه شوي دي.