غزني کې پنځه ترهګر طالبان ووژل شول.
غزني کې دوه ترهګرو غوښتل چې د سلطان محمود غزنوي په مقبره کې ماین ځای پر ځای کړي، چې د ماین چاودنې له امله یو ترهګر طالب ووژل شو او بل یې ټپي شو.
همداراز تېره ورځ ترهګر طالبان د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې په ماین جوړولو بوخت وو، چې ماین پرې چاودلی او په ترڅ کې یې څلور ترهګر طالبان وژل شوي دي.