غزني کې له یوې موټربم چاودنې مخنیوی شوی

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۵ - ۸:۴۲
6

تېره ورځ د عامه امن پولیسو د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ له منسوبینو سره یو ځای یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې له چاودېدونکو توکو د ډک موټر له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو غوښتل له یادې واسطې په غزني کې د ترورېستي پېښو د ترسراوي په هدف استفاده وکړي، چې د کشفي راپورونو په اساس د واغظ ولسوالۍ له "بګي" کلي کشف او شنډ شوی دی.
د دې قضیې په تړاو یو شکمن کس هم نیول شوی دی.