غزني کې له دوه ماین چاودنو مخنیوی شوی

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۲/۳ - ۱۳:۴۳
01

د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د مقر ولسوالۍ په "نوی‌خوني" کلي کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د دوه کړۍ ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو یاد ماینونه د ملکي مرګ‌ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړي وو.