غزني کې له درېیو خونړیو پېښو مخنیوی شوی

تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د غزني ولایت په زنخان ولسوالۍ کې له درېیو ترورېستي پېښو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو د یادې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ملکي وسایطو د نښه کولو په هدف درې کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو، چې د ځانګړو ځواکونو لخوا کشف او شنډ شول.