غزني کې شپږو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۸/۸/۴ - ۱۴:۱۶
7

تېره ورځ د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ پولیس په جغتو او رشیدان ولسوالیو کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي، چې په ترڅ کې يې څلور ترهګر طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د دې نښتې په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو یو عراده موټر او دوه عرادې موټرسایکلونه هم له منځه تللي دي.
د یادونې ده چې پدې نښته کې پولیسو او ملکي خلکو ته کوم زیان ندی اوښتی.