غزني کې د هدفي وژنو څلور عاملین ووژل شول
غزني ښار کې څلور ترهګر طالبان چې د قومي مشرانو او دولتي کار کوونکو په ترور کې یې لاس درلود، له پولیسو سره د نښتې په ترڅ کې وژل شوي دي.
یاد کسان نن له غرمې وروسته د غزني ښار د پینځمې امنیتي حوزې په اړوند “قلاتي” سیمه کې له پولیسو سره په نښته کې وژل شوي دي.
د وژل شویو ترهګرو جسدونه له درې میله کلاشینکوف وسلو، یو عراده موټر، یوې قبضې تومانچې او دوه قبضو لاسي بمونو سره د پولیسو لاسته ورغلي دي.