غزني کې د نشه يي توکو ۱۲ کارخونې کشف او له منځه یوړل شوې
تېره شپه له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو له هوايي ځواکونو سره یو ځای د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ په بالي بالا کلي کې د ترهګرو د مالي سرچینو د له منځه وړو په موخه یو لړ عملیات ترسره کړي.
د دې عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي توکو ۱۲ کارخونې چې ۱۳۴ ټُنه چرس پکې ځای پر ځای وو، کشف او له منځه وړل شوې دي.
د یادونې وړ ده چې غزني کې د نشه يي توکو د دې کارخونو په له منځه وړو سره د ترهګرو لویې ملاتړې مالي سرچینې له منځه وړل شوې دي.