غزني کې د لسګونو کیلوګرامو تریاکو د قاچاق مخنیوی وشو

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۰:۱۷
شسیبشس

د غزني امنیې قومندانۍ د لویې لارې پولیسو د یو کشفي راپور په ترڅ کې دوه تنه په یو موټر کې له ۷۲ کیلوګرامو تریاکو سره چې په ډېر مهارت یې ځای پر ځای کړي وو د یاد ولایت د البدر څلورې په شاوخوا کې نیولي دي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپارل شي.

د یادولو ده چې یادو کسانو دغه نشه‌يي توکي له بدخشان ولایت څخه  غزني ته راوړي وو او غوښتل یې چې هلمند ولایت ته یې قاچاق کړي.