غزني کې د ترهګرو طالبانو یوه لېږدوونکې واسطه او چاودېدونکي توکي نیول شوي

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۳ - ۹:۵۹
8

نن سهار امنیتي او دفاعي ځواکونو د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو طالبانو یوه عراده لېږدوونکې واسطه او ۱۶ بورۍ چاودېدونکي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.
امنیتي او دفاعي ځواکونو یاد چاودېدونکي توکي او لېږدوونکې واسطه د قره باغ ولسوالۍ له بشیر کلي د ترهګرو طالبانو له یوه پټنځایه ترلاسه کړي، چې ترهګرو به د ترورېستي فعالیتونو او د سړک غاړې ماینونو په جوړولو کې ترې استفاده کوله.
د یادونې ده چې پدې عملیاتو کې ترهګرو طالبانو ته ځاني مرګ ژوبله هم اوښتې.