غزني کې د ترهګرو طالبانو د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله ۴ ملکي کسان شهیدان شوي

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۲/۳ - ۱۳:۵۱

تېره شپه د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ په قیاق دره کې څلور ملکي کسان داسې مهال په شهادت ورسېدل، چې حامل موټر یې د ترهګرو طالبانو پر ځای پر ځای شوي ماین برابر شو.

کورنیو چارو وزارت د ترهګرو طالبانو دا نا‌بښوونکی عمل جنګي جنایت یادوي او په کلکو ټکو یې غندي.

ملي پولیس د هرې ورځې په تېرېدو سره د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ترهګرو طالبانو ګڼ شمېر ځای پر ځای شوي ماینونه کشف او شنډوي او له ګڼې ملکي مرګ‌ژوبلې مخنیوی کوي.