غزني، زابل او لغمان کې له پینځو ماین چاودنو مخنیوی شوی

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۲ - ۱۰:۵۴
7

د غزني، زابل او لغمان ولایتونو د امنیه قوماندانیو منسوبینو د ترهګرۍ ضد د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو د پینځو کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو د غزني ولایت د درېیمې او څلورمې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې درې کړۍ ماینونه، د زابل ولایت د لویې لارې پر مسیر یو کړۍ ماین او د لغمان ولایت د مرکز په عمرزایو سیمه کې هم یو کړۍ ماین د ترورېستي بریدونو په موخه ځای پر ځای کړي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا پر وخت کشف او له منځه وړل شوي دي.
د یادو ماینونو په کشف او شنډ سره له ګڼو ملکي مرګ ژوبلو مخنیوی شوی دی.