صدیق صدیقي د کورنیو چارو وزارت د پالیسي او ستراتیژي د معین په توګه معرفي او په کار یې پیل وکړ
د کورنیو چارو وزارت د وړاندیز او د جمهوري ریاست د ستر مقام د حکم له مخې، صدیق صدیقي د کورنیو چارو وزارت د پالیسي او ستراتيژي د معین په توګه ګومارل شوی او نن د کورنیو چارو د وزیر محمدمسعود اندرابي له لوري د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د یاد وزارت جنرالانو او رییسانو ته ور وپېژندل شو.
د کورنیو چارو وزیر محمدمسعود اندرابی په یاده غونډه کې د مخکېنۍ معینې حسنا جلیل دوه کلنې هڅې وستایلې او د پالیسي او ستراتيژي د معین په توګه یې د صدیق صدیقي ګومارل کېدل مهم اقدام یاد کړ.
محمدمسعود اندرابي د پالیسي او ستراتیژي معینیت تازه ټاکل شوی معین یو هڅاند او د افغانستان اسلامي جمهوري نظام ته ژمن کس یاد کړ او څرګنده یې کړه، چې د افغانستان حکومت په کلیدي بستونو کې د ښاغلي صدیقي له څو کلنې تجربې به په کورنیو چارو وزارت کې د پام وړ ګټه واخلي.
په همدې حال کې؛ د کورنیو چارو وزارت تازه ټاکل شوي معین صدیق صدیقي ژمنه وکړه، چې په نږدې راتلونکي کې به پر هغو پالیسیو کار وکړي چې پر پولیسو د خلکو د باور د زیاتوالي لامل کېږي.
صدیقي زیاته کړه چې د شهید شویو پولیسو کورنیو ته رسېدنه، د پولیسو په لیکو کې د ښځینه پولیسو زیاتوالی او همدارنګه د افغانستان د ملي پولیسو د پیاوړتیا په پار د بهرنیو مرسته کوونکو د همکاریو جلب د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه په لومړیتوبونو کې دي او دی به هڅه وکړي څو یادو لومړیتوبونو ته د رسېدنې په برخه کې لازمې پالیسۍ تدوین کړي.
صدیق صدیقي تر دې دمخه د جمهوري ریاست د ستر مقام د ویاند په توګه دنده ترسره کوله. نوموړي خپله ماسټري په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د امریکا د متحده ایالاتو له دفاعي پوهنتون څخه د ملي امنیت د ستراتيژۍ په څانګه کې ترلاسه کړې او له هغې دمخه یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز د مشر او همدارنګه د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتو د رییس او ویاند په توګه دندې ترسره کړې دي.