شپږو ولایتونو کې ۲۳ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول شول moi-af یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۲:۳۳ https://moi.gov.af/ps/%D8%B4%D9%BE%DA%96%D9%88-%D9%88%D9%84%D8%A7%DB%8C%D8%AA%D9%88%D9%86%D9%88-%DA%A9%DB%90-%DB%B2%DB%B3-%D8%AA%D9%86%D9%87-%D8%AF-%D8%AC%D9%86%D8%A7%DB%8C%D9%8A-%D8%AC%D8%B1%D9%85%D9%88%D9%86%D9%88-%D9%BE%D9%87-%D8%AA%DA%93%D8%A7%D9%88-%D9%88%D9%86%DB%8C%D9%88%D9%84-%D8%B4%D9%88%D9%84 د کورنیو چارو وزارت جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د غلا، وژنې، عامه نظم ګډوډولو او قمار په تړاو په هرات، فاریاب، جوزجان، سمنګان او بلخ ولایتونو کې ۲۳ تنه نیولي او عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي. له نیول شویو کسانو، اته تنه په هرات، پنځه تنه په کندوز، پنځه تنه په فاریاب، درې تنه په جوزجان او دوه تنه نور په سمنګان او بلخ ولایتونو کې نیول شوي دي.