شپږو ولایتونو کې پولیسو ۲۸ تنه نیولي او وسلې او مهمات یې ترلاسه کړي دي
د کورنیو چارو وزارت جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هېواد په نیمروز، لوګر، هرات او جوزجان ولایتونو کې د غلا، وژنې، انساني قاچاق او د پټاقیو د پلور په تړاو ۲۸ تنه نیولي او له څېړنو وروسته عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارلي دي.
د نیول شوو کسانو لمنځه، پنځلس تنه د انساني قاچاق په تړاو په نیمروز، شپږ تنه د وژنې په تړاو په لوګر، پنځه تنه د غلا په تړاو په هرات او دوه تنه د غلا او د پټاقیو د پلور په تړاو د جوزجان ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.
په ورته مهال، ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو څلور میله کلاشینکوفونه او درې توپانچې په دایکندي او یوه اندازه مهمات د کاپیسا ولایت په مربوطاتو کې کشف او ضبط کړي دي.