سمونوال سید معراج الدین سادات د بلخ ولایت د امنیه قوماندان په توګه وګومارل شو
د تخار ولایت مخکېنی امنیه قوماندان سمونوال سید معراج الدین سادات تېر ماښام د کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتي معین لخوا د بلخ ولایت د امنیه قوماندان په توګه د یادې قوماندانۍ منسوبینو او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع د ښاغلي سادات د پېژندګلوي په مراسمو کې نوموړی یو باتجربه او بریالی نظامي یاد کړ او زیاته یې کړه، چې هیله ده د ښاغلي سادات په راتګ سره د بلخ په امنیتي وضعیت کې ښه والی او د جرمونو په برخه کې کموالی رامنځته شي.
سترپاسوال عبدالصبور قانع د بلخ ولایت د مخکېني امنیه قوماندان هڅې او ستړیاوې هم د درناوي وړ یادې کړې او ویې ویل: چې ادلون او بدلون په نظام کې یو اصل دی او د کورنیو چارو وزارت مشرتابه په بلخ ولایت کې د امنیتي وضعیت د ښه والي په موخه دا ګام پورته کړی دی.
سمونوال سید معراج الدین سادات تر دې دمخه د زابل او تخار ولایتونو د امنیه قوماندان په توګه دندې ترسره کړې دي.