سمنګان کې ۱۱ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونيول شول

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۵ - ۱۱:۲۴
w

د تېرې يوې اوونۍ په لړ کې د سمنګان ولايت له جنايي جرمونو سره د مبارزې او د لويې لارې پوليسو ۱۱ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نيولي دي.
دا کسان په قتل، غلا او اختلاس تورن دي، چې د سمنګان پوليسو د څو هدفمندو عملياتو په ترڅ کې نيول شوي.
پوليسو تر لومړنيو څېړنو وروسته د دې کسانو قضيې عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارلي دي.