سلګونه کیلو ګرامه اساسي توکي چې د نشه یي توکو په جوړولو کې ترې ګټه پورته کېده په ارزګان ولایت کې کشف او ونیول شول
نشه یي توکو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو، ۵۰۰ کیلو ګرامه تېزاب، اومان او نور توکي چې نشه یي مواد ترې جوړېدل د یوه کشفي اقدام په ترڅ کې د کندهار ارزګان پر لویه لار کشف او ونیول.