سلګونه لیتره تیزاب په نیمروز ولایت کې کشف او ضبط شول

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۰:۳۸
adfa

د نیمروز ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو ۲۰۰ کیلوګرامه نوشادر او ۸۱۰ لیتره تیزاب، چې د نشه يي توکو په جوړولو کې ترې استفاده کېږي، د دې ولایت د مرکز زرنج ښار په مربوطاتو کې کشف او ضبط کړي دي.