سلګونه روږدي کسان له بستر او درملنې وروسته خپلو کورونو ته رخصت شول
۱۳۰ تنه هغه روږدي کسان، چې څه موده وړاندې په غزني، کندز، بلخ، سرپل او سمنګان ولایتونو کې د درملنې په موخه پولیسو راټول کړي وو، په روغتیايي مرکزونو کې د بشپړې درملنې او بستر وروسته روغ شوي او د ټاکل شوې کمېټې له لوري خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.