سر له سبا به کابل کې ګرځبندیز په جدي توګه پلی شي

د کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع تر مشرۍ لاندې په کابل ښار کې د ګرځبندیز د وضعیت د ارزونې، امنیتي ځواکونو ته د اعاشې رسېدنې او له کرونا ویروس څخه د مخنیوي پهپار پولیسو ته د تعقیبي روغتیايي کڅوړو د څرنګوالي په موخه غونډه وشوه.
پهدې غونډه کې چې د کابل لهپاره د ګډو ځواکونو قومندان، د کورنیو چارو وزارت ځینو لوړ پوړو منسوبینو او د کابل امنیتي حوزو امرینو هم ګډون درلود؛ پرېکړه وشوه څو له درنو هېوادوالو سره د پخواني شریک شوي نوملړ پرته د نورو پر وړاندې سر له سبا ګرځبندیز په جدي ډول پلی شي.
همداراز پرېکړه وشوه، څو د کابل دروازې تر جدي څارنې لاندې ونیول شي او د خلکو له هر ډول تګ راتګ څخه مخنیوی وشي او د کابل په ټولو سیمو کې ترانسپورتي تمځایونه هم وتړل شي.
ستر امنیتي معین د کابل د ګډو ځواکونو قومندان او د امنیتي حوزو امرینو ته هم لارښوونه وکړه، څو د سبا سهار له ۵ بجو راپدېخوا کابل ښار کې ګرځبندیز په ټینګه پلی کړي. نوموړي د امنیتي وضعیت او عامه نظم د ښهوالي په موخه د ۱۱۱ فرقې او د ځواکونو د همغږۍ پر غښتلېدو ټینګار وکړ او یادو منسوبینو ته یې لارښوونه وکړه، څو له جرمونو سره د مبارزې په برخه کې له هېڅ راز هڅو ډده ونه کړي.
پهدې غونډه کې د کرونا ویروس له خپرېدو د مخنیوي او همداراز د ملي پولیسو د اعاشې وضعیت د څرنګوالي په تړاو هم خبرې وشوې. د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع د اړونده برخو چارواکو ته د ملي پولیسو د معیشتي وضعیت د ښهوالي او د تعقیبي روغتیايي کڅوړو د وېش په تړاو هم لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
ستر امنیتي معین وویل: پولیس سربېره پر دې چې په جګړې، له جرمونو سره مبارزې او د عامه امن او نظم په ټینګښت بوخت دي؛ باید له خلکو سره د ښې اړیکې په رامنځته کولو سره هم ګرځبندیز په ښه توګه پلی کړي. نوموړي پهدې سختو ورځو کې د پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو هڅې هم د ستایلو او مننې وړ وبللې.