سرپل کې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیول شوي او هرات او خوست کې ۱۶ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي.
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له دفاعي ځواکونو سره په ګډه د هرات ولایت په کشک او رباط سنګي ولسوالیو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۴ کړۍ ماینونه چې ترهګرو د ځایي خلکو د نښه کولو په هدف ځای پر ځای کړي وو، کشف او شنډ کړي دي.
د خوست د امنیه قومندانۍ منسوبینو هم په مرکز او ولسوالیو کې د دوه کړۍ ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
په همدې حال کې ځانګړو او دفاعي ځواکونو په ګډه په سرپل ولایت کې د یو لړ عملیاتو پرمهال دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.